د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته ورسید
ټاکل شوې ده چې مایک پومپیو نن په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانستې مراسمو کې ګډون وکړي.
بحرین هم له اسرائیلو سره د سولې تاریخي هوکړه وکړه
دامریکا ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا له یوې میاشتې په کمه موده کې دویم عربي هېواد دی چې اسرئیلو سره د سولې تړون کوي.
اتمر: بين الافغاني مذاکراتو موقت حکومت نه مطرح کېږي
د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنيف اتمر وايي، دا لومړی ځل دی چې حکومت او طالبان په دې تفاهم لري چې خبرې بې منځګړي او بې د اسانتيا برابرونکي پرته ترسره شي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو پيل مراسم څو شېبې وروسته قطر کې پیلیږي.
دې مراسمو ته ډاکټرعبدالله، ملا برادر او مایک پمپیو خبرې کوي.
کندهار کې څلور وسله وال طالبان د خپل ماین چاودنه کې ووژل شول
د کندهار پولیس وایي، وسله والو طالبانو، د شاولیکوټ ولسوالۍ د انځرګي په سیمه کي پر عمومي سړک ماین ښخولو چي خپله پرې چاودنه کړې.
خلیلزاد: بین الافغاني مذاکراتو کې دریم ګړی نشته
دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، دا ځل به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي؛ خو کهیې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.
د طالبانو دقطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي، افغانان باید لکه دوروڼو په سوله ییز ژوند وکړي
د بين الافغاني مذاکراتو ټيمونه دې په پوره حوصله مندۍ سره خپل بحثونه د اسلام د مقدس دين د ارزښتونو او د هېواد د عليا مصالحو په رڼا کې مخ ته يوسي.
ډاکټر عبدالله: دا جګړه هيڅ ګټونکى نه لري. نوموړی وايي، د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نه لري، بايد په سوله ييزه سياسي توګه دا شخړه هواره شي.
چبن: له افغانستان د بهرنیو ځواکونر وتل په منظمه توګه ترسره شي
د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ناستې ته وويل، ښایې د سولې د خبرو بهیر له ننګونو سره مخامخ وي، خو باید چې دواړه خواوې له صبره کار واخلي.
پومپیو: د افغانستان د شلو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي، د سولې د خبرو دې شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسیدلی یو، او د ساتلو او ترینه د ګټې اخیستلو لپاره یې سخت کار او قرباني ته اړتیا شته تر څو د مذاکراتو پایله یوه پاېدونکې سوله وي.